Articles

آیا لمونځ ورزش دی؟

آیا لمونځ هم ورزش دی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال : ډاکټر احمد قرقوز
فارسي ژباړه: محمد علي چراغي

لمونځ هم عبادت دی او هم بدني – روحي ورزش.
 هغه څه چې د لمانځه ورزش یې له نورو ورزشونو بېل کړی دی هغه مناسب وېش دی.
 څېړونکي وايي چې تر ټولو ښه ورزش هغه دی چې تکرار شي او په وختونو کې په منظم ډول تقسیم شي او ستړیا پيدا نه کړي.
بله مهمه مسأله دا ده چې د سجدې پر مهال د مغزي شیریانونو بحث دی؛ ځکه د سجدې په حالت کې مغزي شیریانونو ته ډېره وینه رسېږي؛ دا مانا چې مغز ته به لا ډېر آکسیجن او غذايي مواد ورسېږي. دا نو د انسان په تفکر او ابداع کې فوق العاده مهم اغېز لري.
د سجدې په حالت کې وینه په مغزي رگونو باندې مساویانه وېشل کېږي او چې بېرته جلسې ته پورته کېږو د رگونو په داخل کې فشار کمېږي او دا کار په هر رکعت کې رکوع او سجدې ته په کتو، ۶ ځله تکرارېږي چې په ټوله ورځ کې ۱۰۲ ځله کېږي. که له فرضي لمانځه سره نوافل هم یوځای شي دا شمېره ۲۱۶ ته رسېږي چې په یوه میاشت کې ۶۴۸۰ ځله کېږي چې له هر حرکت سره د وینې رگونو کې انقباض او انبساط رامنځ ته کېږي چې دا چاره به د یادو شویو رگونو عضلات قوي او د دېوالرونو قدرت زیات کړي.
روحي ارامتیا او د ذهن صفايي خو بله کیسه ده چې په ورزش کې نه راځي خو د لمانځه په فوایدو کې راځي.
د لمانځه د ورزشي فوایدو لنډيز:
– لمونځ د بدن تول عضلات او مفاصل تحریکوي. ان په هر رکعت کې د شمزۍ مفاصل تحریکوي؛
– د زړه د فعالیت ښه والی او د وینې د جریان تنظیم؛
– دا چې مغز ښه تغذیه کېږي؛ ښه کار به هم کوي؛
– د مغزي شیریانونو تقویت او د ارتجاعي خاصیت ساتنه؛
– د ناڅاپي حالتونو پر وړاندې د بدن تیاری؛ لکه د سر گرځېدل یا د سترگو تورېدل چې موږ یې گنکسیت بولو؛
– په نفس باندې اعتماد.