Articles

کۀ نړیوال فضایي سټېشن راوغورځول شي څۀ بۀ پېښ شي؟

کۀ نړیوال فضایي سټېشن راوغورځول شي څۀ بۀ پېښ شي؟

نړیوال فضایي مرکز یا سټېشن دِ ځمکې لپاره دِ یوې کیلي حیثیت لري؛ دِ دغۀ فضایي مرکز پۀ مرستۀ دِ ځمکې ټول انلاین ټېکنالوجیک وسایط کنټرولیږي. نړیوال فضایي مرکز پۀ 1998م کال کې نصب شؤ چې اوس مهال پکې 16 هېوادونۀ شریک دي، دِ دغۀ فضایي مرکز وزن ۴۲۹۷کیلو ګرامۀ دی او اوږدوالی یې ۳۵۷فـوټـۀ دی.
دِ دغۀ فضایي مرکز قیمت 93.5 میلیارده ایرو ټآکل شوی چې دِ انسان پۀ لاس جوړ شوی بل هېڅ څیز دومره قیمتي نۀ دی. دِ نړیوال فضایي مرکز متواسط سرعت پۀ یوه ثانیۀ کې ۷،۷۶کیلومتره دی چې پۀ 90 دقیقو کې یو ځل لۀ ځمکې تاویږي؛ کۀ تاسې پۀ دغۀ فضایي مرکز کې ووسئ نو پۀ 24 ساعتونو کې بۀ 16 ځلې ماښام او 16 ځلې سهار ووینئ!
دغۀ فضایي سټېشن تۀ پۀ نوبت سره ساینسپوهان پورتۀ کیږي تر اوسۀ پورې لۀ 18 هېوادونو څخه 200 ساینسپوهان او ستورمزلي دغۀ مرکز تۀ پورتۀ شوي دي. دِ ناسا یوې کاري ډلې ورتۀ تر ټولو اوږد سفر665 ورځې کړی چې بلې هېڅ ډلې دومره اوږد سفر تر اوسۀ نۀ دی کړی. پۀ اوسنۍ نړۍ کې هر شپږ میاشتې وروستۀ دِ ستور مزلو نوي ډلۀ هلتۀ پورتۀ کيږي، دغۀ فضایي مرکز خپلۀ انرژي لۀ لمر اخلي.
پۀ نوموړي فضایي مرکز کې باید هر کس دِ ورځې دوه ساعتۀ ورزش وکړي او دِ څلورو فضایي جهازونو لخوا ورتۀ خوراک وروړل کیږي.
دِ نړیوال فضایي سټېشن کمپیوټرونۀ لۀ نورو کمپیوټرونو جلا دي، قیمت یې هم لوړ دی او 24 ساعتۀ 50 کمپیوټرونۀ هلتۀ دِ پروسېس پۀ حالت کې وي.
پوښتنۀ اوس دا ده کۀ دغۀ سیستم لۀ کاره ولوېږي څۀ بۀ پېښ شي؟
دِ نړیوال فضایي سټېشن کنټرول دِ ځینو مهمو هېوادونو پۀ لاس کې دی چې تر ټولو دِ مخۀ یې دِ راس هېوادونۀ روسیه او امریکا دي. کۀ پۀ دغۀ فضایي سټېشن کې یو کوچنی تغیر او تبدیل هم راځي نو امریکا او روسیه یې مشرتوب کوي.
کچېرې دغۀ سټېشن لۀ منځۀ لاړ شي نو دِ ځمکې پر مخ بۀ ټولۀ انلاین نړۍ سره قطع شي. اِنټرنېټ،جي پي اېس، سیګنالونۀ او ټولې شبکې بۀ فلج شي!
ددې سېوا پۀ دِ وروستیو کې ځینې باوري سرچینې وایي چې روسیه او امریکا پۀ نړیوال فضایي سټېشن کې قوی اټومي او هیدروجني بمونۀ ځای پر ځای کړي چې پۀ ډېرې اسانۍ سره یې پۀ هر ځای اچولی شي. دغۀ هیدروجني او اټومي بمونۀ نړیوال فضایي سټېشن تۀ مخفي استول شي چې دِ بېړني حالت لپاره یې پر ځمکۀ ډېر اسان رأیلۀ کولی شي!
نو تاسو فکر وکړئ کچېرې نړیوال فضایي مرکز راوغورځول شي نو دغۀ هیدروجني او اتومي بمونۀ بۀ څومره ورانۍ وکړي!
دِ ساینسپوهانو پۀ اند کچېرې یو هیدروجني بم پۀ اروپا کې چاونۀ وکړي نو ټولۀ اروپا لویۀ وچۀ بۀ لۀ منځه یوسي. همدا ډول اوسني عادي اتوم بمونۀ تر پخوا لسګونۀ ځلۀ قوي دي.

لـیـکـنـۀ_سُـرور