Articles

د قیامت نښې

د قیامت نښې

دقیامت 28 علامات چې پیغمبرﷺ تقریبآ 1500 کاله مخکې بیان کړي او رشتیا شوي دي!

نارينه به کم او ښځې به زياتې شي.

خلک به قرآن کریم د موسيقي په شکل تلاوت کوي.

د مال د محبت له وجهې نه به ښځه هم د مېړه سره په تجارت کې برخه واخلي.

هر څوک به غواړي چې خپل ځان چاغ او مظبوط وګرځوي.

په لمانځه او ژوند کې به د خلکو سکون ختم شي.

د سود کاروبار به عام شي.

ريا کاره عابدان به پيدا شي، خلک به عبادت د رياکارۍ او شهرت پيدا کولو د پاره کوي.

فتنې به زياتې شي او ديني علم به کم شي.

خلک به قرآن کريم د معاش و سيله وګرځوي.

درواغ به عام شي او خلک به په درواغو شهادت ورکوي.

خلک به د صحيح حديثونو نه انکار کوي او غلط حديثونه به بيانوي.

مسلمانان به مالداره شي، مګر ديندارې به نوي.

کفر به آسانه شي، انسان به سهار مسلمان ماښام کافر او ماښام مسلمان او سهار به کافر ترينه جوړ شوى وي.

هر راتلونکې زمانه به د تيرې زمانې پر تله بد تره وي.

د اسلام په دين عمل کوونکو باندې به خلک تعجب کوي او ورته نوى شى به ښکاري.

قتل او قتال به زياد شي، قاتل او مقتول ته به معلمومه نه وي، چې زه ئې ولې وژنم او ولې وژل کيږم.

کافران به په مسلمانانو غالب شي، مسلمانان به زيات وي، مګر غلامان به وي، ځکه دوى به له دنيا سره محبت لري او د مرګ څخه به ډاريږي.

په دين باندې به عمل داسې وي، لکه د اور سکروټه چي په موټي کې نيسې.

ګناه کول به ډير آسانه وي او ګناه به د ګناه په شکل نه منل کيږي.

د دنيا مالداره خلک به بخيلان وي.

د زمانې نه به برکت ختم شي، کال به د مياشتې غوندې، مياشت به د هفتې غوندې، هفته به د ورځې غوندې او ورځ به دساعت غوندې تيريږي.

مسلمانان به په هر عمل کې د کافرانو پيروي او تابعداري کوي.

د عربو په خاوره به پراخي راشي او د مدينې منورې نفوس به زيات شي.

خلک به د زکات آخستلو مستحق نه وي، خو بيا به هم زکات غواړي.

ښځو به جامې اغوستې وي، خو بيا به هم لوڅې وي، يعنې جامې به ئې دومره نازکې وي، چې د هغې څخه به ئې وجود ښکاريږي.

زنا کول به آسانه او د زنا کولو وسايل به زيات شي.

جهالت به عام شي، خلک به ددنيا په علم پوه وي، ليکن د جهالت له وجهې نه به د ديني علم څخه غافله وي.

بې حيا ښځې او د موسيقي آلات به زيات شي.